د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه
۱۰ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مرستیالۍ تر چتر لاندي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه.
ددې غونډې په پیل کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: «دغه غونډه، د بودیجې د لګولو، د پلان د چمتو کولو، د ستونزو د حل، د مسوولیتونو د پېژندنې، کروندګرو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په پار د نظر غوښتنې، د ادارو د ستونزو او اړتیاوو د ترلاسه کولو په اړه د سلا مشورې او نظرونو شریکولو په پار دائره شوې ده.»
ددې غونډې په ترڅ کې حاضرو رییسانو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل نظریات شریک کړل.
جلسه بودجه معینیت زراعت و مالداری دایر شد
۱۰ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه بودجه در معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور روساء تحت اثر معینیت برگزار شد.
در این مجلس معین زراعت و مالداری در آغاز صحبت نموده اظهار داشت:"جلسه بخاطر مشور و نظر خواهی پیرامون مصرف بودجه، تهیه پلان، حل نمودن مشکلات، شناسایی مسوولیتها، نظرخواهی پیرامون خدمت به دهقانان دریافت مشکلات و نیازمندهای ادارات و رسیدگی به مشکلات دهقانان راهاندازی شده".
در ادامه روساء حاضر پیرامون فعالیتهای شان صحبت نموده و نظریات خویش را جهت بهبود امور شریک ساختند.