هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Aug 27 2024 12:51 PM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام سره د ګډ مجلس پر هغو موضوعاتو بحث او خبرې و شوې، چې تېره ورځ ورباندې بحث او خبرې اترې شوې وې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د مارجې - لښکرګاه پر عمومي شهراء او په لښکرګاه  ښار کې داخل او له ښاره د باندې پر متصرفه ذوالیدي ځمکو د نوو ابادیو ، سوداګریزو ځایونو او نورو تاسیساتو د رغولو په اړه د تخنیکي پلاوي ګډونوالو ترمنځ بحث او خبرې وسوې ، په دې اړه پریکړه وسوه چې د نافذه قوانینو ، لوایحو او فرامینو مطابق دې هیڅ چاته ترهغو چې په دغسې مواردو کې عمومي حکم نه وي راغلی ، د کار او ابادیو ترسره کولو اجازه نه ورکول کیږي ترڅو امارتي ځمکې په بېلابېلو پلمو د اشخاصو او افرادو لخوا غصب نشي.
دغه راز په نننۍ غونډه، کې د مارجې ولسوالی د بند پړاو د ځمکې د غصب ارزونې په موخه د یوه ګډ پلاوي ګمارنې پریکړه وسوه ترڅو د یادې ځمکې موجوده حالت ارزیابي او ګذارش یې تخنیکي پلاوي ته وړاندې کړي.
ددې ترڅنګ په دغه ناسته کې د بولان سیمې د حاجي ادریس په نوم ښارګوټي کې د یو محراب جامع جومات جوړولو موضوع چې پر امارتي ځمکه یې پلان ترتیب شوی دی بحث او خبرې وشوې، د غونډې ګډونوالو پریکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه دې یو ګډ پلاوی چې په ترکیب کې یې د ښارجوړولو رییس، لښکرګاه ښاروال، د علماؤ شورا او ولایت مقام استازي شامل وي تعین شي، ترڅو ددغې ځمکې په اړه خپلې پلټنې او ارزونې بشپړ او راتلونکي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.
وروستیو کې تخنیکي پلاوي د ځینو انفرادي اشخاصو پر عرایضو او موضوعاتو خبرې وشوې، د یادو اشخاصو د ستونزو حل په برخه کې د اصولي اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS