کاپیسا ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
Wed, Jul 24 2024 8:22 AM
کاپیسا ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د څېړلو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د کروندګرو او مالدارانو د وضعیت څېړلو، د عشر او زکاتو انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه املاکو د عوایدو تنظیمولو، د کرنې او مالدارۍ پراختیا او د طبیعي بوټو او طبیعي سرچینو د ساتنې او خوندیتوب په پار ترسره شوې ده.
په پام کې ده، چې د دغه سفر په لړ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د عشر او زکاتو د راټولولو پرڅرنګوالي، د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او د ځمکې د اجارې پرڅرنګوالي او دغه راز دکرنې اومالدارۍ سکټور او ترڅنګ یې په نورو سکټورونو کې پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې سفر کې د مالدارۍ رییس قاري محمد اکبر امیني، د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکاران مولوي ندا محمد عابد او محمد امین ځواکمل او دکرنې وزارت د بېلابېلو څانګو یو شمېر کار پوهان او کارکوونکي د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت کاپیسا
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش به ادامه سفرهای ولایتی‌اش به منظور بررسی وضعیت زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقان و مالداران  به ولایت کاپیسا سفر کرد.
این سفر به هدف بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی و منابع طبیعی انجام شده است.
قرار است معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان این سفر با مسوولان محلی ولایت کاپیسا دیدار و پیرامون چگونگی جمع آوری عشر و زکات، ‌جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های غصب شده و اجاره دهی آن‌ها و فراهم سازی سهولت سرمایه گذاری برای سرمایه گذران در سکتور زراعت و مالداری و سایر سکتور بحث و گفتگو نماید.
در جریان این سفر معین مالی و اداری را ایوب احدی رییس خدمات مالداری، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری، مولوی ندا محمد عابد و محمد امین ژواکمل مشاورین معین مالی و اداری و شماری از متخصصین و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت همراهی می‌کنند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS