د مالدارۍ عصري کېدو په پار هڅې؛ لغمان کې زرګونو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

mail-admin
Tue, Jul 09 2024 12:01 PM
د مالدارۍ عصري کېدو په پار هڅې؛ لغمان کې زرګونو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، چې د مرستندویو مؤسسو او بنسټونو په همکارۍ یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې ددې ولایت دودیزه مالدارۍ په پرمختللي او عصري مالدارۍ بدله کړي، ددغو هلو ځلو په دوام په دې ولایت کې زرګونو مالدارانو سره د مالدارۍ اړوندو توکو د مرستې وېش لړۍ پیل شوې ده.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام پر زرو مالدارانو د شېدو ټولولو او ساتنې په پار د اړینو توکو وېش لړۍ پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته یوعدد شیردان، یو عدد دشېدو غټ لوښی، یو د شېدو لپاره تاملوت او د شېدو دفلتر لپاره جالۍ ورکول کېږي.
 د مرستې د وېش پرمهال د لغمان د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه، چې د مالدارانو لاسنېوی کوي دغه راز یې مالدارانو ته سپارښتنه وکړه، چې له یادو لوښو څخه سالمه ګټه پورته او د خپل کاروبار د لا تقوي په موخه ترې ګټه پورته کړي.
بلخوا د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د جیف سیون مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دمرکز مهترلام په ګډون د علیشنګ او علینګار ولسوالیو مالدارانو ته د حیواني خوراکي د پرېکولو (دروشتې) ماشینونو وېش لړۍ هم پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې دغه پروژه د ۸۰۰ زره افغانیو په لکښت پلي کېږي، چې په ترڅ کې یې د حیواني خوراکي د پرېکولو (دروشتې)  ۳۲ماشینونو پر مالدارانو وېشل کېږي. 
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس وایي، هڅې یي پیل کړې چې دغه ولایت کې د کرنې د ودې او مالدارۍ تقویت لپاره موثرې پروژې او پروګرامونه پلې کړي.
په افغانستان کې مالدارۍ تر ډېره په دودیز سیستم پر مخ وړل کېږي خو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې هڅه کې ده، چې د مالدارانو د اقتصادي ودې او د مالدارۍ د پراختیا په موخه دودیز سیستم پرمختللې سیستم ته واړوي او په همدې موخه یې کڼ شمېر مالدرانو ته روزنه هم ور کړې ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS