د اراضۍ لوی رییس د څړځایونو د تثبیت او تنظیم کارکوونکوته؛ستاسې کړنې به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 1:46 PM
د اراضۍ لوی رییس د څړځایونو د تثبیت او تنظیم کارکوونکوته؛ستاسې کړنې به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم  د هغو ټیمونو څخه لیدنه وکړه، چې په فاریاب ولایت کې د څړځایو د تشخیص او سروې لپاره له مرکز کابل څخه ورغلي دي.
په دغه  لیدنه کي د سرحداتو او قومونو چارو مرستیال مولوي محمد اسمعیل غزنوي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د فاریاب ولایت د کرنې رییس، د فاریاب ولایت د سرحداتو او قومونو چارو رییس او ځینو نورو مسؤلینو د اراضۍ لوی رییس ملتیا کوله. 
د اراضۍ لوي رییس مولوي محمود مظلوم له ټولو مسلکي کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې په پوره اخلاص د خپل هېواد د آبادۍ لپاره کار کوي. ښاغلی مظلوم وویل، چې د یادې سروې په بشبړولو سره به دا کړنه د افغانستان په تاریخ کي په زرینو کرښو باندې ولیکل شي. 
د سرحداتو او قومونو چارو وزارت مرستیال هم له ټول ساحوې کارکوونکو څخه مننه وکړه او د پوره همکاریو ډاډ یې ورکړ هغه زیاته کړه هر ټیم ته به یو صحي ټیم هم د دوی په اختیار کي ورکړل شي تر څو د ساحوي او مسلکي کارکوونکو د روغتیا لپاره له یاد ټیم سره مل وي. 
د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل وویل د یادې سروې په بشپړولو سره به هغه څړځایونه چې اوس مهال له منځه تللي بیاځلې آباد او د ګټې اخیستنې لپاره آماده شي. 
د کرنې وزارت په هېواد کې د څړځایونو د بیارغاونې او تنظیم لپاره ځانګړي پلانونه لري، چې په وچو او شاړو سیمو کې د بوټوکرل، د څړځایونو پېژندنه او د څړځایونو ساتنه په کې شامل دي، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره د کرنې وزارت  او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کارکوونکو یوه ډله ده د څړځایونو دتثبیت او تنظیم په موخه روزل شوي دي، چې یاده ډله د څړځآیونو د تثبیت او تنظیم په موخه د هېواد ولایتونو ته سفرونه کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS