د مخابراتي انتنونو د قراردادونو د تنظیم او دعوایدو راټولولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 10:04 AM
د مخابراتي انتنونو د قراردادونو د تنظیم او دعوایدو راټولولو په موخه غونډه دائره شوه ۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش ۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د اجارې او پانګونې د لوی رییس ملا عبدالظاهر امین او دکرنې وزارت د کارپوهانو په حضور کې د مخابراتي انتنونو د تنظیم او د عوایدو د راټولولو په موخه غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې له مخابراتي شرکتونو سره د مخابراتي انتنونو د ځمکې په اړه د قراردادونو تطبیق پر څرنګواليی، د قرارداد له مخې د ع

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د اجارې او پانګونې د لوی رییس ملا عبدالظاهر امین او دکرنې وزارت د کارپوهانو په حضور کې د مخابراتي انتنونو د تنظیم او د عوایدو د راټولولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې له مخابراتي شرکتونو سره د مخابراتي انتنونو د ځمکې په اړه د قراردادونو تطبیق پر څرنګواليی، د قرارداد له مخې د عوایدو ترلاسه کول، له مخابراتي شرکتونو سره د تېرو کلونو د حسابونو تصفیه، د اسلامي امارت د عوایدو زیاتوالي په پار په امارتي ځمکو کې د مخابراتي انتنونو د نویو سایټونو جوړول او په ولایتونو کې د مخابراتي انتنونو د سایټونو تثبیت په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري  مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» له کورنیو عوایدو څخه د لګښتونو په برابرولو ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د عوایدو نوې سرچینې رامنځته او دکرنې وزارت عواید دې په مناسب وخت کې راټول کړي، ترڅو کورني لګښتونه له کورنیو عوایدو تامین شي.
په دې غونډه کې دغه راز په ولایتونو کې د مخابراتي انتنونو دسیمو د تثبیت او د ځای د څرنګوالي د تثبیت په اړه د یوې ځانګړې کاري کمېټې پر جوړولو هم خبرې وشوې.

جلسه‌ای به هدف تنظیم قراردادها و جمع‌آوری عواید آنتن‌های مخابراتی برگزار شد 
۱۸ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور ملا عبدالظاهر امین رییس عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری و متخصصین وزارت زراعت به هدف تنظیم قراردادها آنتن‌های مخابراتی و جمع آوری عواید آن‌ برگزار شد.
در این جلسه در رابطه به چگونگی؛ تطبیق قراردادها در رابطه به زمین آنتن‌های مخابراتی با شرکت‌های مخابراتی، استحصال عواید مطابق به قرارداد عقد شده، تصفیه حساب‌های سال‌های قبل با شرکت‌های مخابراتی، ایجاد سایت‌های جدید آنتن‌های مخابراتی در زمین‌های امارتی به منظور افزایش عواید امارت اسلامی و تثبیت سایت‌های آنتن های مخابراتی در ولایت‌ها بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت بر تامین مصارف از عواید داخلی تاکید کرده و از مسوولان خواست تا سرچشمه‌های جدید عایداتی را تثبیت نموده و عواید وزارت زراعت را در زمان مناسب آن جمع آوری نمایند تا مصارف داخلی از عواید داخلی تامین گردد.
در این جلسه همچنان در رابطه به ایجاد یک کمیته کاری مشخص جهت تثبیت ساحات آنتن های مخابراتی در ولایت‌ها و چگونگی موقعیت آن نیز بحث صورت گرفت.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS