لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د لوګر ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لوګر ولایت د کرنې رییس او د تخنیکي پلاوي غړي مشر مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې، د امارت د قضایاوو آمر مولوی شفیع الله او د کدستر عمومي مدیر انجنیر امین الله صدیقي یې ملتیا کوله د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالی اوبازک سیمې ته سفر وکړ.
ددې سفر موخه په دې سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول ودي، چې په ترڅ کې یې د سنګ سراخ په سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
باید وویل شي، چې لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.