د فاریاب ولایت د څړځایونو د تثبیت او تنظیم چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Jul 07 2024 1:01 PM
د فاریاب ولایت د څړځایونو د تثبیت او تنظیم چارې پیل شوې

۱۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له خوا د فاریاب ولایت د څړځایونو د تثبیت او تنظیم چارې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ څخه پیل شوی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د فاریاب والي مولوی عبدالحد حاجي فضلي، د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس محمود مظلوم، د سرحداتو او قومونو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسمعیل غزنوي، دکرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوی عبدالاحد خلیل، د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو، د کرنې وزارت مسلکي او فني کارکوونکو، د فاریاب ولایتي چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
په دې غونډه کي د فاریاب والي مولوي عبدالحد حاجي  فضلي راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چې فاریاب ولایت ته خاصه پاملرنه کړې ده او د راغلي پلاوي په ورتګ سره به د فاریاب ولایت د ځمکو ستونزې تر ډېره حل شي. 
ورپسې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس وویل په افغانستان کي  ډېری څړځایونه د ځینو اشخاصو لخوا غصب شوی دی او ډېر یې خرڅ شوي دي. ښاغلي مظلوم وویل د اسلامي امارت یوه اساسي موخه هم دا دی، چې ټولې دولتي ( امارتي)  ځمکې د زورواکو څخه راوه ګرځوي او خپل پراختیایي پلانونه ورباندې عملي کړي. 
ورپسې د سرحداتو او قومونو چارو مرستیال مولوي محمد اسمعیل غزنوي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اسلامی امارت په راتګ سره په افغانستان کي امن راغلي او تر بل هر وخت د کار کولو فرصتونه په لاس کي لرو.
د یادولو وړ ده، چې دغه د څړځایونو د تثبیت او تنظیم چارې به د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو کي ترسره شي.
د کرنې وزارت په هېواد کې د څړځایونو د بیارغاونې او تنظیم لپاره ځانګړي پلانونه لري، چې په وچو او شاړو سیمو کې د بوټوکرل، د څړځایونو پېژندنه او د څړځایونو ساتنه په کې شامل دي، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره د کرنې وزارت  او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کارکوونکو یوه ډله ده د څړځایونو دتثبیت او تنظیم په موخه روزل شوي دي، چې یاده ډله د څړځآیونو د تثبیت او تنظیم په موخه د هېواد ولایتونو ته سفرونه کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS