لغمان کې پر یوشمېر مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونو وېشل
![لغمان کې پر یوشمېر مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونو وېشل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240704-wa0119.jpg)
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون د علینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې یوشمېر مالدارانو ته د شړومبو شاربلو ماشینونه ورکړل شوي دي.
د شړمبو شاربلو دغه ماشینونه په هېواد کې د مالدارۍ د سکتور د پياوړتيا په موخه ددغو ولسوالیو د مسوولينو په شتون کې د بېلابېلو کلیو مالدارانو ته ووېشل شول.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټه په لغمان کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د واکسینونو، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي او نورو برخو کې د مالدارانو لاسنېوي کوي.