د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت د فوشنج پروټین د کرنې او مالدارۍ له فارمونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 11:40 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت د فوشنج پروټین د کرنې او مالدارۍ له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالی کې د فوشنج پروټین کرنیز او مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه.
دغه فارمونه چې د هرات ولايت په زنده جان ولسوالی کې په څه باندې ٤٠٠ جريبه ځمکه کې د خصوصي سکټور له خوا د درې نيم ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوي، په کې د هګیو چرګانو فارمونه، د غوا او ورویو روزنې فارمونه او د کب روزنې فارمونه شتون لري او دغه راز په دې فارم کې د بېلابېلو مېوو بڼونه هم جوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادو فارمونو له مسوولینو څخه په هېواد کې د پانګونې له امله مننه وکړه او د دوی د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په برخه کې له دوی سره د هر ډول همکارۍ ژمنه هم وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت د فوشنج پروټین فارمونه د کرنې په برخه کې د پانګونې ښه بېلګه وبلله او له نورو کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ او په نورو برخو کې پانګونه وکړي، ترڅو هېواد د بهرنیو هېوادونو له اړتیا څخه خلاص شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خصوصي سکتور د ملاتړ، د زعفران کارانو د ستاینې، د مسلخ د پرانیستلو او د کرنې او مالدارۍ تاسیساتو څخه د لیدنې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی دی.

بازدید معین زراعت و مالداری از فارم‌های زراعتی و مالداری فوشنج پروتین در ولایت هرات
۱۹ جواز ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هرات از فارم‌های زراعتی و مالداری فوشنج پروتین در ولسوالی زنده جان ولایت هرات بازدید به عمل آورد.
این فارم‌ها که در مساحت بیش از ۴۰۰ جریب زمین در ولسوالی زنده جان ولایت هرات به هزینه ۳.۵ میلیون دالر از سوی سکتور خصوصی ساخته شده است در آن فارم‌های مرغداری تخم گذار، گاوداری، گوسفند پروری و ماهی پروری وجود دارد و همچنان در این فارم باغ‌های درختان انواع مختلف میوه جات نیز احداث گردیده است. 
معین زراعت مالداری از مسوولان فارم‌های متذکره بابت سرمایه گذاری در داخل کشور قدردانی کرده و برایشان تعهد هرنوع همکاری جهت رشد و انکشاف دهی کاروبارشان سپرد.
در همین حال معین زراعت و مالداری سرمایه گذاری مسوولان فارم‌های زراعتی و مالداری فوشنج پروتین در ولایت هرات را نمونه خوبی از سرمایه گذاری در سکتور زراعت عنوان کرده و از سایر سرمایه گذاران داخلی و خارجی نیز خواست که بیایند و در داخل کشور در سکتور زراعت و مالداری و سایر سکتور ها سرمایه گذاری نمایند تا کشور از نیازمندی به خارج خلاص شود.
معین زراعت و مالداری به منظور حمایت از سکتور خصوصی، تقدیر از زعفران کاران، افتتاح مسلخ و بازدید از تاسیسات زراعتی و مالداری به ولایت هرات سفر کرده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS