ننګرهار کې د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ مخنیوی په موخه غونډه دائره
د ننګرهار په عامي روغتیا ریاست کې دکانګو وینه بهیونکي ناروغۍ مخنیوي په پار جوړه شوې غونډه کې؛ د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اپیډیمولوژي مدیر فریدالله وفا ترڅنګ د ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو ګډون درلود. په دې غونډه کې د کانګو وینه بهیدونکې ناروغۍ د مخنیوي په لارو چارو بحث وشو ترڅو هره اداره خپل مسؤلیت پخپل وخت سرته و رسوي.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې ریاست د اپیډیمولوژي مدیر د خپلې ادارې د لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ په راتلونکې کې هم د څاریو د ناروغیود کنټرول او مخنیوي په هکله خپل پلانونه ګډونوالو سره شریک کړل.
دغه غونډّ د معمول مطابق هره میاشت عامي روغتیا ریاست په کوربه توب ترسره کېږي او د انسانانو او څارویو دګډو (زونوز) ناروغیو په هکله پکې بحث ترسره او د مخنیوي لارې چارې لټول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شوی دی.