د کرنې او مالدارۍ مرستیال دهرات ولایت د چرګانو فارمونو د ټولنې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 9:47 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال دهرات ولایت د چرګانو فارمونو د ټولنې له چارواکو سره وکتل

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د چرګانو دفارمونو د ټولنې له غړو سره وکتل او د هغوی نظریات، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د چرګانو د تولید پر زیاتوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «زموږ پلان دا دی، چې د چرګانو د محصولاتو په برخه کې خپلې اړتیاوې دننه په هېواد کې پوره کړو، نو په دې برخه کې له تاسو څخه غواړم، چې برېډرچرګان(مورني تولیدوونکي چرګان) ډېر کړئ او د چرګانو هر فارم چې چرګوړي تولیدوي باید بریډر چرګان هم ولري، ترڅو موږ د چرګانو په تولید کې په ځان بسیا شو.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر فارم لرونکو ته د اسانتیاوو او د چرګانو د سکتور د ودې او پراختیا په موخه د کرنې وزارت د پلانونو په اړه خبرې وکړې او د هرات ولایت فارم لرونکو ته د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان اتحادیه مرغداران ولایت هرات 
۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ه‍.ش 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت هرات با اعضای اتحادیه مرغداران ولایت هرات دیدار و نظریات، مشکلات و پیشنهادات‌شان را استماع کرد.
در این دیدار معین زراعت و مالداری بر بلند بردن تولید مرغ در داخل کشور تاکید کرده علاوه کرد «برنامه ما این است که نیازمندی ما  از لحاظ محصولات مرغداری در داخل کشور رفع گردد پس در این راستا از شما می‌خواهم که مرغ بریدر( مرغ تولید کننده مادری) را بیشتر بسازید و هر فارم مرغداری که جوچه مرغ تولید می‌کند نیاز است که مرغ‌های بریدر نیز داشته باشد تا ما در تولید چوچه مرغ خودکفا شویم».
در همین حال مفتی ذاکر الله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت در این دیدار در مورد برنامه‌های وزارت زراعت جهت ایجاد سهولت برای فارمداران و رشد و انکشاف‌دهی سکتور مرغداری صحبت نموده و اطمینان حل مشکلات فارمداران ولایت هرات را سپرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS