فراه ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر 

mail-admin
Thu, Jun 06 2024 8:41 AM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د دې ناستې په ترڅ کې د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور، ستونزې او وړاندیزونه د دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال سره شریک کړل او شته ستونزو او ننګونو ته د کرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د اوبولګولو اوطبيعي سرچینو مرستیال دفراه ولايت دکرنې رياست دکارکوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوى ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او له کارکوونکو څخه يې وغوښتل، چې په فراه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره لا زياتې هلې ځلې وکړي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز د فراه ولایت په مرکز کې د باغپل له شمالي او جنوبي بڼ څخه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د بڼونو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کرد
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت فراه با کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت دیدار نمودند.
در جریان این دیدار کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فراه گزارش کارکردها و دستاورد ها، مشکلات و  پیشنهادات شان را با معین زراعت و مالداری شریک ساخته و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به آن شدند.
در همین حال معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت پس از استماع مشکلات کارمندان ریاست زراعت فراه اطمیان همکاری لازم را با آنها سپرده و خواستار انجام تلاش بیشتر کارمندان در  جهت رشد زراعت و مالداری ولایت فراه شد.
معین آبیاری و منابع طبیعی همچنان از باغ شمالی و جنوبی باغپل مربوط به مرکز ولایت فراه  نیز بازدید نموده و به مسوولان آن هدایت داد تا توجه جدی در حفظ و مراقبت از باغ نمایند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS