د کرنې په وزارت کې د مرسي کورپس نړۍوالې مؤسسې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Jun 04 2024 2:09 PM
د کرنې په وزارت کې د مرسي کورپس نړۍوالې مؤسسې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست او د مرسي کورپس نړۍوالۍ مؤسسې د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې بزګرانو او مالدارانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې د شته فرصتونو، د کرنې وزارت له خوا د ټاکل شویو لومړیتوبونو، د کرنې سکټور اوسنی وضعیت د ارزونې او د کرنیزو تخمونو تولیدوونکو شرکتونو د ملاتړ پر څرنګوالي، د کرنې د میکانیزه کولو، په کلي والي ټولنو کې د اوبولګولو د سیستم د ښه والي لپاره د دوامداره هڅو، د کرنې وزارت ارزښتناکو صنعتونو سره د بازار د اړیکو د پراختیا په برخه کې دکرنې وزارت د پروګرامونو او دکرنې وزارت له خوا راستنیدونکو لپاره د کرنې د فرصتونو د برابرولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د مرسي کورپ نړۍواله مؤسسه یوه نړۍواله غیر دولتي او بشري مرستندویه مؤسسه ده، چې په انتقالي برخو کې فعالیت کوي او خلکو ته د اقتصادي، چاپېریالي، ټولنیز او سیاسي بې ثباتۍ په بېلابېلو برخو کې بشرپاله مرستې کوي.
ياده مؤسسه غواړي، چې د کندهار، هرات او هلمند په ولايتونو کې پر کرنيزو پروژو کار وکړي، چې اوس وضعيت څېړي او کله چې ورته لازم شرایط برابر شو د درېیو نورو مؤسسو په همکارۍ دکرنې په سکټور کې خپل فعالیت پیلوي.

جلسه هماهنگی با موسسه بین المللی مرسی کورپس در وزارت زراعت برگزار شد 
۱۵ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ هماهنگی میان مسوولان ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت و موسسه بین الملی مرسی کورپس در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
در این جلسه پیرامون فرصت‌های موجود کمک رسانی برای دهاقین و مالداران، اولویت‌های تعین شده از سوی وزارت زراعت، وضعیت فعلی سکتور زراعت و چگونگی حمایت از شرکت های تولید تخم بذری،  میکانیزه سازی زراعت، تلاش‌های پایدار برای بهبود سیستم‌های آبیاری در جوامع روستایی، برنامه‌های وزارت زراعت برای ارتقای پیوندهای بازار با صنایع دارای ارزش و چگونگی فراهم سازی فرصت‌های زراعتی برای عودت کننده گان از سوی وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
موسسه بین الملی مرسی کورپس یک سازمان جهانی غیردولتی و کمک‌های بشردوستانه است که در زمینه‌های انتقالی فعالیت می‌کند که تحت اشکال مختلف بی‌ثباتی‌های اقتصادی، زیست‌محیطی، اجتماعی و سیاسی قرار گرفته‌اند، یا دستخوش آن بوده‌اند.
موسسه متذکره می‌خواهد در ولایت‌های کندهار، هرات و هلمند بالای پروژهای زراعتی کار نمایند که حالا  وضعیت زراعت را تحلیل می نمایند و پس از آن که شرایط لازم فراهم گردید از طریق سه موسسه دیگر فعالیت‌های خویش را در سکتور زراعت آغاز می‌نمایند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS