د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي
![د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240604-wa0082.jpg)
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو د حلالولو له ځایونو څخه هره ورځ څارنه او ارزونه ترسره کېږي.
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا قصابانو ته مسلکي سپارښتنې کېږي، څاروي له حلالولو وړاندې معاینه کېږي، کله چې د صحت له پلوه څاروي مطمئن شي نو بیا د حلالولو اجازه ورکول کېږي او تر حلالولو وروسته یې پر غوښو د صحت مهر لګول کېږي.
د دغې دوامدارې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او هلمندوالو ته د باکیفیته غوښو وړاندې کول دي.