ننګرهار کې د ختیځ زون ۴۰ وټرنر ډاکترانو ته روزنه ورکړل شوه
![ننګرهار کې د ختیځ زون ۴۰ وټرنر ډاکترانو ته روزنه ورکړل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240603-wa0101.jpg)
۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کرنې او مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې له لورې د ختیځ زون ۴۰ تنو وټرنر داکترانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په دغه پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام کې د ننګرهار په ګډون د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ۴۰ وټرنران ګډون درلود.
ښاغلي محسن وټرنر داکترانو ته وویل، چې خپل مسلک ته ژمن پاتي شي او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
نوموړي وټرنرانو ته وویل، چې څارویو لرونکو سره د انصاف څخه کار واخلي او هم په لري پرتو سیمو کې څارویو لرونکو ته خپل چوپړتیاوې وغځوي.
په یاد پینځه ورځني روزنیز پروګرام کې وټرنرانو ته د سخت زېږون مدیریت، انتاني ساري ناروغیو مخنیوی، جراحي ناروغیو ستونزو حل، وقایه او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
دغه راز هر وټرنر داکتر ته د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او جراحي ستونرو حل په موخه ۲۰ قلمه تخنیکي وسایل هم ورکړل شوي دي.