ننګرهار ته دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس سفر
![ننګرهار ته دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس سفر](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240602-wa0140.jpg)
۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د اراضۍ برخه کې د ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم د ننګرهار دکرنې رییس او نورو چارواکو سره په کتنه کې د اراضۍ په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې پر مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د اراضۍ امریتونو اړوند ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونو په تړاو معلومات ورکړل.
د ننګرهار دکرنې رییس په ننګرهار کې د غصب مخنیوی، ځمکو نظارت لپاره روغنیاتو، د ځمکو عمومي سروې، د ځمکو اجارو، عوایدو، مقروضینو او ګڼو نورو موضوعاتو کې خپلې ستونزې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس سره شریکې کړې.
په همدې حال کې د اراضۍ لوی رییس مسولینو ته د قانون په چوکاټ کې د کارونو پرمخ وړولو، عدالت تامین، مراجعینو ستونزو ته ژر رسیدنې، فساد مخنیوی او د اصولو د پابندۍ سپارښتنو تر څنګ د اراضۍ برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.