د لغمان دکرنې رییس د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې مسوول سره وکتل
۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد ، د خپل کار په دفتر کې د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې له ولایتي مسؤل انجنیر جمال ناصر سره د چارو دښې همغږۍ په پار وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د پوهنې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې دفتر ولایتي مسؤل وویل، چې دوی به د لغمان مرکز مهترلام په ګډون، د علینګار او دولت شاه په ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمياوي سرې وېشي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د یادې مؤسسې چارواک ته سپارښتنه وکړه، چې مستحق بزګران سروې او د توزیع چاره په شفافیت سره ترسره کړي.
دغه راز د لغمان دکرنې رییس د نوموړې مؤسسې مسؤل ته د پروګرام په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.