د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول
![د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240512-wa0283.jpg)
۲۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، ددې ولسوالی لسګونو بزګرو ته پنبې د کښتونو ښې روزنې، د غوره تخم انتخاب او پالنې، د فنګسي او قارچي ناروغیو مخنوی، د کروندو اوبولګولو او نور برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د یاد روزنیز پروګرام له لارې دغو بزګرو ته د پنبې د کښتونو لپاره د اړتیا وړ اوبو ورکؤنې، نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې هر اړخیزه معلومات ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې یادو بزګرانو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې هم د یادو روزنیزو برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.