د هلمند ناوه کې د څړځایونو خوندیتوب په موخه ناسته وشوه
![د هلمند ناوه کې د څړځایونو خوندیتوب په موخه ناسته وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240512-wa0219.jpg)
۲۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د ناوې ولسوالی د ریګستان له بېلابېلو سیمو لیدنه او ارزونه ترسره شوه
د یادې څارنې پر مهال د ریګستان د سیمو اوسېدونکو ته د څړ ځایونو او مالچرونو د ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو ترڅنګ له یادو کورنیو غوښتنه وشوه، ترڅو ددغو عام المنفعه ځایونو په ساتنې او له غصب څخه د ژغورنې په برخه کې د کرنې ریاست مسؤلینو سره لازمه همکاري وکړي.
د یادو سیمو کوچیانو، مالدارانو او ځایي اوسېدونکو د وروستیو اورښتونو له امله د سیمې د سرسبزی څخه خوښي وښوده او وې ویل، چې سږنی کال اباد دی، ځکه په ریګستانونو او دښتي سیمو کې د مالونو لپاره په کافي اندازه بوټي راشنه شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې په ریګستان کې دې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه د نورو ناورانو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
دیادولو وړ ده، چې کرنې ریاست لخوا په دې وروستیو کې په ریګستان کې درې بابه د باراني اوبو زېرمه کولو ستر ناورونه رغول شوي دی، چې دامهال پکې په زیاته کچه اوبه زېرمه شوې ده.