د هلمند ګرشک کې د سبو غوره حاصلات
![د هلمند ګرشک کې د سبو غوره حاصلات](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240511-wa0217.jpg)
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ګرشک په ولسوالی کې د سبو حاصلات ښه شوي دي.
د چارواکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست له خوا ددې ولسوالی پر یو شمېر بزګرانو د سبو لکه( بېنډۍ، پیاز، رومي بانجان، توربانجان، ملۍ) او د یوشمېر نورو سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي، چې له امله یې ددې ولسوالی د سبو حاصلات ښه شوي دي.
د کرنې وزارت د هېواد په کچه د بزګرانو د کروندو د حاصلاتو د زیاتوالی په پار پر دوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي او ترڅنګ یې د دوی حاصلاتو ته د بازارموندنې په پار هم هلې ځلې کوي .