د کرنې وزارت د یوشمېر ولایتي رییسانو ادلون بدلون

mail-admin
Thu, May 09 2024 10:41 AM
د کرنې وزارت د یوشمېر ولایتي رییسانو ادلون بدلون

۲۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس دکرنې وزارت یوشمېر ولایتي رییسان تغییر او تبدیل شوي دي.
ددې ادلون بدلون په ترڅ کې د ننګرهار دکرنې مخکینی رییس د لغمان دکرنې د رییس په توګه، د لغمان دکرنې مخکینی رییس د ننګرهار دکرنې د رییس په توګه او د خوست دکرنې رییس د پکتیکا دکرنې د رییس په توګه د یادو ولایتونو دکرنې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د ننګرهار مرستیال ولي مولوی سعید احمد بنوري د ننګرهار د کرنې د نوي رییس د پېژندنې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې تغییر او تبدیل په دولتدارۍ کې یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه: « په اسلامي نظام کې د آمر په يو حکم سره تغییرات راځي او مسئولين د حکم اطاعت کوي، چې دا د نظام لويه ښېګڼه ده».
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د ننګرهار د کرنې مخکيني رییس مولوي عبدالستار محمد، چې اوس د لغمان دکرنې رییس په توګه ګمارل شوی دی؛ د ښو کړنو، اخلاص او پاک نفسۍ ستاينه او قدرداني وکړه همدا راز يې د ننګرهار دکرنې نوی رییس مولوی محمد ولي محسن چې تر دې مخکې د لغمان دکرنې رییس په توګه دنده ترسره کوله ورته سپارښتنه وکړه، چې ننګرهار لوی ولايت دی بايد خپلې چارې صادقانه پرمخ يوسي او خلکو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې په موثره توګه خدمت وکړي.
مرستيال والي مامورينو ته سپارښتنه وکړه، چې نوي رییس سره همکاري وکړي همدا راز يې ولايت مقام له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې مخکيني رییس مولوي عبدالستار محمد د خپلو مامورينو له همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې په لغمان کې به هم په پوره اخلاص دنده تر سره کړي.
دغه راز د ننګرهار د کرنې نوی رییس مولوي محمد ولي محسن د ولايت مرستيال ته ډاډ ورکړ چې خپل مسئوليتونه به په پوره اخلاص او ابتکار سره پرمخ يوسي.
بلخوا د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې په جوړه شویو مراسمو کې ددې ولایت د کرنې د پخوانی رییس مولوی محمدزمان عمري د کړنو او فعالیتونو ستاینه وشوه او ښاغلي عمري ته په نوي دنده کې د بریالیتوب دعاء وشوه.
د ویلو ده، چې ښاغلی عمري د پکتیکا د کرنې د نوي رییس په توګه ګمارل شوی دی.
باید وویل شي، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لوزم دید له مخې د کرنې وزرات یوشمېر ولایتي رییسان تغییر او تبدیل شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS