لغمان کې په ۱۲میلیونه افغانیو پنځه چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Wed, May 08 2024 2:06 PM
555

۱۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست له لورې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، پنځه چکډېمونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا دلغمان ولایت په علینګار، علیشنګ، قرغیو، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه چکدېمونه جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمدمزمل، د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن، د علینګار ولسوال قاري نور الهادي څارم سعید، د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح او د سیمې مشرانو او اوسیدونکو ګډون درلود.
د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل د یادو پروژو د پرانیست په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی، چې نن د لغمان په پنځو ولسوالیو کې  د ٥ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
ښاغلی مزمل د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل، چې د دغو پروژو ساتنې او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت ٥ چکډېمونه جوړ شوي، چې هر چکډېم به د زرګونه متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا  ولري.
ښاغلی محسن زیاته کړه، چې د جوړشویو چکډیمونو په مرسته سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه هم خوندي شوي دي.
نوموړي وویل په یادو چکډېمونو کې یوشمېر هېوادالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د لغمان په جوړو شویو چکډېمونو کې په کافي اندازه اوبه زېرمه شوي؛ چې پدې سره به د ځمکي لاندې اوبو سطحه لوړه، کاریزونه او چیني به تاندي شي.
هېره دې نه وي چې د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه د ورته کرنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS