د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ پکتیکا کې پر سلګونو مالدارانو حیواني درمل ووېشل شو
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون د یوسف خېل او متآخان ولسوالیو پر ۲۴۳ مالدارانو حیواني درمل وېشلي دي.
د چارواکو په خبره پر یادو مالدارانو د څارویو د بېلابېلو ناروغیو د درملنې او مخنیوي په پار ډول ډول درمل وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.