د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره غونډه دائره شوه 

mail-admin
Tue, May 07 2024 3:29 PM
د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره غونډه دائره شوه 

١۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د یاد معینیت تر چتر لاندې ریاستونو چارواکو سره اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه؛ د عشر او زکات راټولولو د عمومي ریاست د چارو تنظیمول، د کرنې وزارت بېړنیو چارو لپاره د بودیجې چمتو کول، د نویو جوړو شویو دفترونو سمبالول، په مرکزي سیلو کې د راټولو شویو کڅوړو په اړه پریکړه کول، د امنیتي کمرو فعالولو او په دارالامان کې د ځمکو چارو ریاستونو سره د کرنې وزارت د سیسکو نښولو په هکله خبرې اترې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدا راز د کرنې وزارت د شنو سیمو د سمې ساتنې او پالنې او معتمدینو سره د شته وسایلو او اسانتیاوو په اړه هم خبرې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیالۍ د فعالیتونو د سم تطبیق او په اړه یې د راپور وړاندې کولو په موخه د دغه مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو له مسوولینو سره اونیزه غونډه کوي.

جلسه اداری معینیت مالی و اداری با ریاست‌های تحث اثر آن دایر گردید
۱۸  ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه اداری معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری این وزارت با ریاست‌های تحت اثر آن دایر گردید.
در این جلسه پيرامون موضوعاتی چون؛ تنظیم امور ریاست عمومی جمع آوری عشر و زکات، تهیه نمودن بودجه  برای پيشبرد امور عاجله وزارت زراعت، تجهیز دفاتر تازه  ایجاد شده، تصمیم گیری در مورد خریطه‌های جمع شده در سیلوی مرکز، فعال سازی کمره‌های امنیتی و  وصل سازی سیستم سیسکوی وزارت زراعت با ریاست‌های اراضی در دارالامان بحث و تصامیم لازم اتخاذ گردید.
هم‌چنان روی حفظ و مراقبت درست از  ساحات سبز وزارت زراعت و  ملاحظه وسایل و امکانات موجود  نزد متعمدین نیز بحث صورت گرفت .
معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور تطبیق فعالیت‌ها به شیوه درست و گزارش‌دهی از آن، جلسه هفته‌وار را با مسوولان تحث اثر این معینیت دایر می‌نماید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS