شمال ختیځ زون کې د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول وشوه

mail-admin
Sat, Apr 27 2024 12:20 PM
شمال ختیځ زون کې د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول وشوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د شمال ختیځ زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شوه.
په دغه ورکشاپ کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج لوی مدیر فریدالله طوطاخیل، د کرنیزو تخمونو د تصدیق آمر احمدشاه عزمان، د کرنیزو تخمونو د تولید د دولتي شرکتونو آمرینو، د کرنیزو څېړنو لوی مدیرانو، د کرنیزو تخمونو د تولید د خصوصي شرکتونو رییسانو او استازو او د ملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې ولایتي چارواکو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د کندز د کرنې ریاست استازی فریدالله طوطاخیل د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن پیغام بیان کړ وويل، چې د کرنې رياست ټولو شرکتونو ته لارښونه کړئ، چې د غنمو د تولید تر څنګ د اوړني نباتاتو د تولید لپاره هڅه وکړي، او اوړني نباتات یې د صنعت، سوداګرۍ او تغذيې په برخه کې ګټور وګڼل او له مهمو اړتیاوو څخه یې وباله او په دی برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې په شمال ختیځ زون کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق آمر احمد شاه عزمان د پروګرام د موخو په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه؛ په شمال ختیځ زون کې سږ کال په ټولیز ډول (۸۹،۲۲۸) میټریک ټنه مورني، بنیادي او تصدیق شوي کرنیز تخمونه تولید شوي، چې له دی څخه (2,182) ټنه مورني کرنیز تخم، (81.31) ټنه بنيادي کرنیز تخمونه د (سویابینو، شولو، جوارو، نخود او پنبې) نباتاتو او (۵،۷۳۶) ټنه تصدیق شوی شولې په شمال ختیځ کې تولید شوي، چې مورني او بنیادي صنف یې په مساوي ډول د دولتي او خصوصي سکټور د تخمونو تولیدونکو شرکتونو ترمنځ د بنیادي او تصدیق شویو تخمونو د تولید لپاره وېشل شوي دي.
ښاغلی عزمان زیاته یې کړه: «ان شاءالله په راتلونکو کلونو کې به په دې زون کې د یادو نباتاتو د تخمونو تر څنګ د زغرو، کنځولو، شړشمو او نور تخمونه او همداراز د سبو تخمونه هم تولید شي.»
 ورپسې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ولایتي مسؤل خیرالله توران خبرې وکړې او د څېړنې او تصدیق په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز د کرنیزو څیړنو لوی مدیر عبدالمتین عظیمي د دوبني نباتاتو په برخه کې د څیړنې پر اهمیت خبرې وکړې او دغه راز یې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان د څلورو څېړنیزو فارمونو د مورني تخم د تولید پریزنټیشن او همدارنګه د راتلونکي کال پلان او خپلې تجربې بیان کړی.
دغه ورکشاپ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تخنیکي مرسته د شمال ختیځ زون په کچه په دې موخه جوړه شوې وه، ترڅو هغه دوبني نباتات چې د ښه کیفیت او کمیت لرونکي وي او د شمال ختیځ زون په کچه د خاورې،  اوبو او هوا سره ښه توافق لري د تحقیق، ترویج او تکثیر په برخه کې یې باید کار وشي ترڅو تر بزګرو پورې ښه او با کیفیته تخمونه ورسول شي.
د شمال ختیځ زون د تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت هڅه کوي ترڅو دیاد زون په کچه ښه کیفیت لرونکي تخمونه تر بزګرو او ځمکوالو ورسوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS