د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۴۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

mail-admin
Sat, Apr 27 2024 10:17 AM
د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۴۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو  چپرهار، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې «د ډاکار خیریه مؤسسې» په همکارۍ ۴۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۲۰ قطعې کورني چرګان، ۲۰۰ کیلو د چرګانو دانه، درمل،  دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي دي. 
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS