د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهارد کرني، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیز فارم کارکوونکو له لوري د چپرهار کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ د اګرانومي، هارټیکلچر او عمومي څانګي ۴۰ تنو زده کړیالانو ته دبوټو د ناروغیو، غلو دانو، حبوباتو او بڼوالۍ په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه .
یادو زده کړیالانو ته د کرنې ریاست د افاتو او ناروغیو اړوند کلکسونونو،لابراتوارونو، شیشم باغ څېړنیز مرکز د غله جاتو، حبوباتو له تجروبو او د بڼوالۍ د پراختیا مرکز کې د مسولېنو له لورې عملي روزنه ورکړل شوه.
وړاندې تردې هم د چپرهار کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته په څېړنیز مرکز کې عملي روزنه ورکړل شوې وه.