د ننګرهار کانال شرکت تخریب شوي سیمې رغول کېږي
۱۵ وری ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د یاد شرکت د شرقي کانال، څاګي سیمې عمومي استنادي دېوال، ۲۶ ، ۲۷ ، ۲۸ ، ۲۹ ، ۳۰ ، ۳۱ ، ۳۳ ویالو، سیفونونو، غصب شویو سیمو او د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تخریب شوي سیمي له نږدې وکتل.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم یادو سیمو څخه د لېدنې پرمهال وویل: «هېواد کې پرله پسې اورښتونو ، انقلابي ناسازه شرایطو یادو ساحو ته زیان اړولې ده، موږ به هڅه وکړو چې دغې سیمې بیا ځلې جوړ او ترمیم کړو.»
ښاغلی کظیم وویل: «که یادې ویالې، سیفونونه او استنادي دېوالونه سم جوړ او ترمیم شي، د سیمي کرنیزه برخه به ورسره ورغېږي، د نږدې ولسوالیو ، کلیو او بانډو د خلکو اقتصاد ته به ګټه ورسوي او د دغو سیمو د استوګنو د ژوند سطحه به ورسره ښه شي.»
دغه راز د ننګرهار کانال شرکت رییس ددې سیمې له یوشمېر اوسیدونکو او مشرانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او دوی ته د شته ستونزو دحل ډاډ ورکړ.