ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
Wed, Apr 03 2024 11:08 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي سرخ رود ولسوالی کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټی، چې د خیراباد او فتح اباد سیمه کې واقع ده له نږدې ولیدله.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ د عدلیي رییس، د سرحداتو او قبایلو رییس، ښارجوړونې رییس، ښاروالۍ مرستیال، قومندانۍ مرستیال،استخباراتو مرستیال، قضایایې امارت امر او کدستر مسؤل د سرخ رود ولسوالی د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته چې د یاد ښار کوټي حدود، نوعیت،  کروکي، سکیج، او حد فاصل پخوا اخیستل شوي وه، مخکي پرې درې قبالې او اوس پرې دوه نورې قبالې هم  تطبیق شوي.
همدارنګه پریکړه وشوه، چې راتلونکې غونډه کې د ټولو  قبالو د تطبیق راپور د تخنیکي پلاوي د غړو سره شریک شي ترڅو د وروستي کړنو په موخه دغضب مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS