کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه
![کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-25_at_13.26.48_f51c7941.jpg)
۶ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي فضل الباري فضلي لارښوونکې وینا ترڅنګ د پلي شویو چارو ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون ته د موضوع راجع کولو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشې، دغه راز د غورک ولسوالی د سرآس دښتې، د نېش ولسوالی د نیازو سیمې، د لښکرګاه دوه لارې په سیمه کې د برېښنا ریاست د ځمکې، د کندهار په کچه دڅړځایونو او چمنونو او تخنیکي پلاوی له خوا د سیارې ګزمې پر جوړولو خبرې اترې وشوې.
وروستیو کي تخنیکي پلاوي د یوشمېر مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.