میدان وردګو کې پر یوشمېر مالدارانو مرستې ووېشل شوې
۵ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اف،سي،ډی،او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نرخ ولسوالی د دادل، عمرخېل، چینزایي او کریمداد په کلیو کې پر یوشمېر مالدارانو مرستې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې د وېش لړۍ روانه ده او په راتلونکې کې به د یادې ولسوالی د شهاب الدین، توکرک، او صدمردي کلیو کې هم پر یوشمېر مالدارانو مرستې ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د زیانمنو مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.