خوست کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه
۲۰ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دخوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې د مالدار ورځ ولمانځل شوه.
په دې پروګرام کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د مالدارۍ په برخه کې د هالینډ کمیټي د کړنو ستاینه وکړه او دمالدارۍ محصولاتو، تولید کچي زیاتوالي، بازارموندنې، د څارویو روغتیا او ګڼو نورو برخو کې خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هالینډ کمیټي ولایتي مسؤل په خوست کې د هالینډ کمیټي پر روانو کړنو، واکسینونو، چیجیو ضد درملو، خوراکي توکو زېرمتونونو، څارویو کلنیکونو تمویل او جوړولو خبرې وکړې.
نوموړی وویل د مالدار د ورځې لمانځل او د هالینډ کمیټې د فعالیتونو موخه د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکول دي.
دغه راز دمالدار د ورځې لمانځې په مراسمو کې د خوست ولایت د مالدارانو پروسس شوي محصولات او توکي هم نندارې ته اېښودل شوې وه.