د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره غونډه دائره شوه
۱۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د یاد معینیت تر چتر لاندې ریاستونو د رییسانو او چارواکو سره د چارو د ښه والي او د ۱۴۰۲ یم کال د بودیجوې پړاوونو بشپړولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې؛ د بشري منابعو، تخنیکي او ترانسپورت، مالي او حسابي، معلوماتي ټکنالوجۍ، تدارکاتو او نورو کاري برخو کې د خدماتو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه د ریاستونو ترمنځ د چارو پر انسجام او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په ترڅ کې دغه راز مالي او اداري مرستيال د بودیجې د طرحې د بشپړولو د بهير په چټکتيا او د یاد مرستیالۍ تر چتر لاندې رياستونو په چارو کې په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو رییسانو او چارواکي حضور درلود.
جلسه اداری معینیت مالی و اداری با ریاست تحت اثرش برگزار شد
۱۷ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه اداری معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری این وزارت به منظور بهبود امور و تکمیل مراحل بودجوی سال 1402 برگزار شد.
در این جلسه پیرامون؛ انسجام امور و تقویت هماهنگی میان ریاست ها به منظور بهترسازی اراییه خدمات در بخشهای منابع بشری، تخنیک و ترانسپورت، مالی و حسابی، تکنالوژی معلوماتی و تهیه و تدارکات و سایر بخشهای کاری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین مالی و اداری در این جلسه همچنان بر تسریع روند تکمیل مراحل بودجوی و همچنان انسجام و هماهنگی بیشتر در امور ریاست های تحت اثر تاکید کرد.
در این جلسه روئسای و مسوولان ریاست های تحت اثر معینیت مالی و اداری وزارت زراعت حضور داشتند.