د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست: کابل ښار په يوويشتمه ناحیه کې د استرداد شويو ځمکو د کورونو د اجارې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Feb 28 2024 10:24 AM
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست: کابل ښار په يوويشتمه ناحیه کې د استرداد شويو ځمکو د کورونو د اجارې په موخه غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ د کابل ښار په يوويشتمه ناحیه کې د استرداد شويو ځمکو د کورونو د اجارې په موخه غونډه دائره شوه په دې غونډه کې د یاد ریاست د اجارې او پانګه اچونې رییس الحاج ملا عبدالظاهر امین، د قراردادونو د تنفيذ، اجارې، استملاک، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياستونو مسوولين او د ياد ریاست يو شمېر سلاکاران هم ګډون درلود.
په پیل کې د اراضۍ رییس په يوويشتمه ناحیه کې د استرداد شويو ځمکو د کورونو او سوداګریزو سیمو د اجارې د بیې د ټاکلو په هکله خبرې وکړې او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې په دې اړه خپل نظرونه هم شريک کړي.
د اراضۍ رییس زياته کړه: «زموږ او ستاسو کوښښ به دا وي چې دغو کورونو او سوداګریزو سیمو ته داسې بیې وټاکو تر څو هم خلګ پکې زیانمن نشي او هم د افغانستان اسلامي امارت د مسوولينو او هېوادوالو تر نيوکې لاندې رانشو.»
ورپسې د اراضۍ ریاست د مختلفو څانګو مسوولينو په خپل وار خبرې وکړې او د استوګنې کورونو او همدارنګه د سوداګریزو سیمو د اجارې د بيې په هکله خپل نظرونه څرګند کړل.
 په پای کې د اراضۍ رییس مسئولينو ته لارښوونه وکړه تر څو په دې اړه يو رسمي سند ترتيب کړي او د اراضۍ ریاست د ټولو مسوولينو نظرونه پکې ولیکل شي او دغه سند د کرنې وزارت مقام ته وړاندې او د کرنې وزارت د مشرتابه له لارښونې څخه وروسته به په دې اړه اجراآت ترسره شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS