خوست کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول
۳ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت فني او مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت په مرکز کې د حیواني درمل پلورونځیو او شرکتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل مخنيوي وشي.