دکندهار درېیو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د کندهار ولایت د خاکریز، میوند او ارغنداب کې د ۹۰ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
دکندهار دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی او کندهار کې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.