نادعلي کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې پیل شوې
۳۰ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځنګل په سیمه کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې پیل شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یي ۹۲۳ مترو ته رسیږي درې زره کرنیزې ځمکې خړوبوي.
د اوبولګولو دیاد کانال د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.