د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل
۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اړیکو دفتر چارواکو د خپلو تېرو پروژو او راتلونکو فعالیتونو په هکله د پکتیا دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل دوی وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د کرنې اړوند دطبیعي سر چینو په برخه کې یو شمېر پروژې پکتیا ولایت کې پلي کړي.
په ورته وخت کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعد دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې او کړنې د کرنې رياست او اړوند امریتو نو سره په همغږۍ سرته ورسوي.