زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
۱۹ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام دزابل ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی ددې ولایت شملزائي ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی د شملزو او ناصرو قومونو ترمنځ د شخړې پر هوارولو خبرې اترې وشوې.
د زابل ولایت تخنیکي پلاوي د عالیقدرامرالمومنین حفظه الله په امر او د مرکزي کمیسون په د شلمزائي په ولسوالی کې د دوو قومونو شملزو او ناصرو ترمنځ د ځمکې پر سر د شته شخړې د هوارولو په موخه د یادو قومنو له مشرانو سره په جلا جلا غونډه کې په دې هکله خبرې اترې وکړې، دغه راز له هغه سیمې څخه هم لیدنه وشوه، چې د دواړو قومونو ورباندې دعوی لري، ددې لیدنې په ترڅ کې د یادې سیمې بشپړ معلومات راټول شو، چې ددې موضوع دوسیې او اسناد به له مرکزي کمیسیون سره شریک شي.