هلمند کې یوشمېر مالدارن وروزل شول
١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا،د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي مرسته ددې ولایت د نهرسراج ولسوالی نږدې ١٥٠ تنو کوچيانو او مالدارانو ته د زونوز ناروغۍ ( د حيوان او انسان ترمنځ ګډې ناروغۍ) مخنیوی او د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د عامه پوهاوی په دې پروسه کې یادو کوچیانو او مالدارانو سره د زونوز ناروغۍ د خپرېدو د وخت، نښو او درملنې په اړه، همدارنګه د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا هر اړخیز معلومات شریک شول.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم دهلمند ړ کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.