د هلمند ولایت د ځمکې غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي د مرافعه محکمې له رییس سره وکتل
۱ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۸ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي او د یاد پلاوي غړو، د هلمند ولایت مرافعه محکمې له رییس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو په یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې، د چارو د نوښت او بهبود په موخه یې یو او بل ته د اصولي همکاریو ډاډ ورکړل.
همدارنګه په یاده کتنه کې په ګڼو متحدالمالونو چې مرافعه محکمې ته رارسیدلي وو او په کاري بهیر کې یې د اړونده ادارو سره ربط درلود په تفصیلي او تشریحي ډول و خبرې وشوې او د عملي تطبیق په موخه دواړو لوریو یو له بل سره نظرونه شریک کړل .
تخنیکي پلاوي د مرافعه محکمې له رییس سره د امارتي ځمکو د ذوالیدې اړونده املاکي موضوعاتو حل په برخه کې سلا مشورې وکړې او د عامو خلکو ترمنځ شخړو او ستونزو ته د رسېدو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.