باميان ولايت ته د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري سفر

mail-admin
Thu, Oct 05 2023 9:52 AM
باميان ولايت ته د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په شتون کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پيل کې د باميانو ولايت د کرنې رییس ملا ګلاب الدين ذبيح الله خبرې وکړې او ويې ويل: "باميان ډېرې اوبه لري او حاصلخيزه ده، خو کروندګر ډېر کارکوي او لږ حاصل ترلاسه کوي اړتيا ده، چې د حاصلاتو او سوداګرۍ زیاتوالی په برخه کې کار وشي، بامیان ډیرې طبیعي زیرمې لري، ، سږ کال مو د طبیعي زېرمو څخه ۲۰ میلیونه عواید راټول کړي دي."
ورپسې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په خپلو خبرو کې  وويل: "د باميانو ډېری کروندګر کچالو کري، اړينه ده چې د کچالو د توليد لپاره دوې فابريکې جوړې شي، داچاره بزګرانو سره مرسته کوي، چې کچالو په کې پروسس او ترې چپس جوړ شي، پانګوال باید وهڅول شي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، د کرنې له وزیر څخه غواړو چې د مالټ بوټي ته لا زیاته وده ورکړي او مسوولین دې لا زیاته پاملرنه وکړي."
پس‌ از آن مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت،‌ آبیاری و مالداری
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په خپلو خبرو کې وویل:
" د پردیو د یرغل له امله هېواد زیانمن شوی، یو له دغو زیانونو څخه د کرنې او طبیعي زېرمو برخه ده، که دا یرغلونه نه وای، نو موږ به په ځان بسیا وای، ځکه موږ پنځوس کاله وړاندې د خوراکي توکو په برخه کې خودکفا وو، باید د دې امنیت او سولې شکر وباسو، موږ ته پکار ده چې د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره کار وکړو، د بهرنیانو خواړه په ناروغیو ککړ دي، د بزګرانو د هوساینې او د مالدارانو پر پښو د درېدو لپاره مو یوه رساله جوړه کړې ده، اوس یې تشریح کوو او تاسو مسؤل یاست چې دا پیغام بزګرانو ته ورسوئ.
په دې رساله کې مو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي زېرمو او ځمکې په اړه پنځه موضوعات لیکلي دي، که ښه مدیریت او کار وکړو، کولای شو په خپلو پښو ودریږو او د ګاونډیانو له محتاجۍ خلاص شو."
 ښاغلي عمري وویل:"د دولتي پروګرامونو ترڅنګ موږ پانګوال د کچالو په برخه کې پانګونې ته هڅوو، په خپل پروګرام کې مو د بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره ۱۲۰ چکدمونو پلان هم لرو او د ځنګلونو کچه ۴،۵ سلنې ته رسوو، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي. موږ د وچکالۍ د مخنیوي لپاره هم یو پلان لرو."

سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت به ولایت بامیان
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفری به ولایت بامیان در حضور داشت مولوی عبدالله سرحدی والی بامیان با کارمندان اداره زراعت در مورد اولویت های کاری اداره صحبت کرد.
در آغاز مجلس ملا گلاب الدین ذبیح الله رئیس زراعت بامیان صحبت نموده گفت " بامیان دارای آب فراوان است و حاصلخیز است؛ لیکن دهقانان با زحمت زیاد حاصل کم میگیرند، نیاز است که برای افزایش حاصلات و تجارت آن کار شود، بامیان‌ دارای منابع طبیعی زیادی میباشد، امسال از عاید منابع طبیعی ۲۰ میلیون جمع‌ کردیم".
بعد از آن  مولوی عبدالله سرحدی والی بامیان به ایراد سخن پرداخته و گفت "که حاصل بیشتر‌ دهقانان  بامیان کچالو است، نیاز است دو فابریکه تولید کچالو جور شود، دهقانان را کمک میکند تا حاصل کچالو در آن پروسس و از آن چپس تهیه شود، تاجران تشویق شوند در این بخش سرمایه گذاری کنند، وزیر‌‌ زراعت میخواهیم گیاه مالت بیشتر ترویج شود و مسوولان توجه بیشتر کند. "
پس‌ از آن مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت،‌ آبیاری و مالداری 
" وطن از اثر تجاوز بیگانه ها آسیب دیده،‌ یکی از این آسیب‌ها زراعت و منابع طبیعی است، اگر این تجاوز ها نمی‌بود خودکفا می‌بودیم، چون ۵۰ سال پیش از مواد غذایی خود کفا بودیم، شکرانه این امنیت و آرامش را بدانیم، نیاز است که روی امنیت غذایی کار کنیم،‌ مواد خوراکی بیگانه ها آلوده به امراض است، برای کامیابی دهقانان و سر پای ایستاد کردن مالداران یک رساله را جور کردیم اینک آن را تشریح می‌کنیم و شما مسوولیت دارید این پیام را به دهقانان برسانید در این رساله ۵ موضوع را نوشته‌ایم، زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی  افغانستان است، در صورت مدیریت و کار بهتر میتوانیم وطن را سر پای ایستاد کنیم و از محتاجی همسایه ها خلاص شویم".
 آقای عمری تاکید کرد " که در کنار برنامه‎های حکومتی سرمایه گذاران را تشویق می‌کنیم تا بالای کار و بار کچالو سرمایه گذاری کنند در برنامه خود داریم برای مدیریت آب‌های موسمی و زیر زمینی ۱۲۰ چکدم می‌سازیم و جنگلات را به ۴،۵ فیصد می رسانیم، کارهای ابتدایی آن آغاز شده،  برای مهار خشک سالی نیز برنامه داریم".

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS