ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول
۶ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتني مدیریت کارکونکو له لورې د چپرهار، دور بابا او کوټ ولسوالیو په کنډی باغ، قلعه شیخ، انځر بند کې کرونده ګرو او بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه.
د یادو ولسوالیو د بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې بزګرانو ته د رومیانوچینجیو، پنبي سپږۍ، افاتو، سرو استعمال، اوبولګولو، کرنیز تناوب مراعت کولو، هرزه وښو مخنیوي، د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو کې د کیمیاوي درملو استعمال، دستروسو ناروغیو مخنیوي، یخ وهنې، د ژغورنې احتیاطي تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه د دور بابا په شګۍ کلې کې د مېوې مچ لپاره د انارو په بڼونو کې د اېښودل شوي تلکونو څخه لیدنه ترسره شوه، چې بڼوال تري خوښ او د موثریت یې ډیر دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي؛ ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.