د هالنډ سفیر: د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې مرستې او همکاري کوو

content_admin
Wed, Aug 28 2019 2:30 PM
د هالنډ سفیر: د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې مرستې او همکاري کوو

۶ وږی ۱۳۹۸
افغانستان لپاره د هالنډ سفیر ارنست البرټ نورمن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» مشر راجندرا اریال د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل سره وکتل. په دې کتنه کې، چې د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت او یو شمېر نور چارواکي هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د هالنډ سفیر ارنست البرټ نورمن په ختېځ زون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د هالنډ سفیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې« FAO» ادارې مشر د ننګرهار له والي سره د لیدنې پرمهال وویل، چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر يې په ختیځ زون کې هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼې مرستې کړي او په راتلونکې کې په دغه لړۍ لا پراخه کړي.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ پر شته ستونزو خبرې وکړې او په دغو برخو کې د مرستې او همکاریو غوښتونکی شو.
په یاده غونډه کې د زون په کچه د کانالونو، سربندونو او اوبولګولو سیسټمونو جوړول، د کارکوونکو د وړتیا لوړول او حیواني روغتیا په برخه کې د مرستې او همکاریو ډاډ ورکړل شول.
په همدې حال کې د هالنډ سفیر ارنسټ البرټ نورمن د زون په کچه له تر سره شویو پروژو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارو مشرانو له خوا د غوښتونو په برخه کې مرستې او همکاري کوی.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د هالنډ سفیر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» مشر څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې مهمې پروژې پلې کړي او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS