د لوګر ولایت د دوشنبې کلی دشیدو ټولولو مرکز پرانیسته وشوه

mail-admin
Sat, May 27 2023 10:18 AM
د لوګر ولایت د دوشنبې کلی دشیدو ټولولو مرکز پرانیسته وشوه

دلوګر ولایت مرکز پُل ته څیرمه د دوشنبې کلی دشیدو ټولولو لوی مرکز له کاري چارو بشپړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوی سید امین هاشمی سر بېره د مالدارۍ څانګې اوملي رادیوتلویزیون آمرینو، د افغانستان لپاره د هالند کمیټې غړو او دسیمې قومي مشرانو ګډون کړي وو.
په دې غونډ کې دافغانستان لپاره د هالند کمیټې DCA مؤسسې ولایتي مسؤول د پروژې په تړاو معلومات وړاندې کړل،او دسیمې له قومي مشرانو یې وغوښتل ترڅو له دغه مرکز څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.
همداراز د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د دغې سیمی ټولو میشتو قومونو ته د مرکز جوړیدو په اړوند د مبارکي تر څنګ له هغوی وغوښتل، چې له جوړ شوې مرکز څخه سمه ګټه پورته کړي او د حفظ الصحې ټول قوانین پکې مراعات کړي.
د سیمی قومی مشرانو په استازولی دوه تنوپه خپلو خبروکې دکرنې ریاست اوهمکارې موسسې له مسؤولینو دمننې ترڅنګ یې له دوی وغوښتل، چې د مالدارۍ مسلک ته وده ورکړي او دغه شان مراکز دې نور هم ورته جوړ کړي ترڅو یې د مالدارۍ محصولات ضایع نشي او په خپل وخت بازار ته وړاندې شي.
باید وویل شی په یاد مرکز ۳۶۱ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې دافغانستان لپاره د هالند کمیټې اوځایي خلکو له لوري ورکړل شوي دي.
هیره دی نوی له دغه مرکز څخه د دیارلسو کلیو څاروي لرونکي ګټه پورته کوي، چې شمېریې سلګونو تنوته رسېږي،همدارنګه پکې د ورځې ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلوګرامه شیدی ټولیږې.
په لوګرولایت کې د دغه شان مراکزو جوړیدو څخه موخه دڅارویو لرونکو لاسنیوی د یاد ولایت محصولاتو ته بازارموندنه اوبازار ته دتصفیه شویو محصولاتو وړاندې کول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS