د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست
د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست په ۱۳۹۳ کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت په آډانه کې رامنځ ته شوی دی او له همغه وخته د کرنیزو تخمنونو د ملي بورډ د سکرتریت په توګه هم کړنې تر سره کوي. د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو او د کیفیت د کنترول د قانون پر ساس باید د کرنیزو تخمونو تصدیق د ملي ادراې لخوا تر سره شي. له هغه وخته بیا تر اوسه پورې نوموړې اداره نه ده جوړه شوې او دمګړی مسؤلیت یې د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست پر غاړه دی.
لرلید:
د هېواد په کچه د کروندګرو لپاره د اصلیت لرونکو، لوړ کیفیت لرونکواو ناروغیو او آفتونو څخه د پاکو کرنیزو تخمونو او نباتي موادو برابرول دي.
ماموریت:
نوموړی ریاست ژمن دی، چې د نباتي محصولاتو د کچې د لوړوالي او پر ځان د بسیا کیدو په پار د کرنیزو تخمونو د تولیداتو، مارکیټینګ، صادراتو او وارداتو په برخه کې ملي او نړیوال معیاریونه پلي کړي.
اصلي موخې:
د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست اساسي موخې په لاندې ډول دي:
- د ملي ورایټیو( ډولونو) په لست کې د کرنیزو تصدیق شویو تخمونو او میوه لرونکو نیالګیو شاملول.
- مارکیټ ته د وړاندې شویو کرنیزوتخمونو او میوه لرونکو نیالګیو د کیفیت کنټرولول.
- د کرنیزو تخمونو او د میوه لرونکو نیالګیو سکټور د همغږی په پار د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ دسکرتریت د کاری چارو مخ ته وړل.
هغه ولایتونه،چې تر کاري پوښښ لاندې یې دي:
نوموړی ریاست د هېواد په ټولو زونونو کې د کرنیزو تخمونو په اړه شته لاندې مسائل تر څارنې او ارزونې لاندې نیسي.
- مرکزی او جنوب ختیځ زون( کابل، پروان، کاپیسا، پکتیا، غزني، پکتیکا، خوست، وردګ، بامیان)
- ختیځ زون(ننګرهار، کنر، نورستان، لغمان)
- لویدیځ زون(هرات، فراه، غور، ارزګان، بادغیس)
- شمالي زون( بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب)
- شمال ختیځ زون( کندز، تخار، بغلان، بدخشان)
- جنوب لویدیځ زون( هلمند، کندهار، زابل)
د دې ریاست کړنې:
د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست ټولنې خپلې کړنې د دریو ډيپارتمنتونو په اډانه کې تنظیموي او په لاندې ډول ورځینې یادونه کیږي.
- د کروندې چارو د پلټنې آمریت:
- ددې ډیپارتمنت لویې کړنې په لاندې ډول تشریح کیږي.
- د نړیوالو معیارونو پر اساس د کروندې د ملي پلتنې معیارونو برابرول.
- د مورنیو(ارثي) سوچوالي په پار د تکثیري توکو د سرچینو څارنه او د هغې ارزونه کول.
- د ټاکل شوې ځمکې څخه څارنه، د کرنیزې کړنې تر سره کول او د کرنیزو تخمونو او نیالګیو روزلو د کروندو پلټنه کول.
- د کرنیزو تخمونو د کیفیت او د توکو د تکثیر په پار د مارکیټ او زیرمو پلټنه کول.
- د کرنیزو تخمونو او نباتي توکو سکټور د پراخیتايي ستراتیژی لارښود او کړنلارې په برخه کې همکاري کول.
- د کارکوونکو د تخصصي کاري وړتیا لوړولو په پآر د روزنیزو کورسونو جوړول.
- د کروندې د پلټنې چارو آمریت د کلني پلان جوړول او ریاست ته یې تشریح کول.
- د کرنیزو تخمونو د آزمویښت د لابراتورونو آمریت:
نوموړی ډیپارټمنت د کرنیزو تخمونو له پاکولو او په نړیوالو معیارونو برابر پروسسولو څخه وروسته د کرنیزو تخمونو د کیفیت د ځآنګړیتاوو معلومولو او د بیلګې اخیستلو مسؤلیت په غاړه لري. دغه آمریت لاندې کړنې ترسره کوي.
- د نړیوالو معیارونو پر آساس د کرنیزو تخمونو د لابراتواري ازمایښتونو ملی معیارونه برابرول.
- د کرنیزو تخمونو له ګدامونو څخه د بیلګو را ټولول او پر هغې د لابراتواري آزمایښتونو ترسره کول.
- له مارکیټ څخه د کرنیزو تخمونو د را ټولو شویو بیلګو تجزیه کول.
- د بڼوالی د پراختیا په مرکزونو، د مورنیو قوریو او تصدیقي قوریو په مرکزونو کې د میوه لرونکو نیالګیو د درستوالی او نادرست والي تصدیقول.
- د نیالګیو له خرڅلاو څخه وروسته د نیالګیو د ورایتي «ډولونو» ، د تخمونو د کورنیو ناروغیو پیژندلو او په دې برخه کې د شخړو د هواري په پار د کنترولونکو پلاټونو رامنځ ته کول.
- د کارکوونکو د تخصصي وړتیا لوړنې په پار د لابراتواري آزمویښتونو په برخه کې د رزونیزو کورسونو جوړول.
- د کرنیزو تخمونو د آزمویښت لابراتوارونو آمریت د کړنو کلنی پلان جوړول او ریاست ته یې وړاندې کول.
- د کرنیزو تخمونو او نباتي توکو سکټور د پراخیتايي ستراتیژی لارښود او کړنلارې په برخه کې همکاري کول.
- د سرټفیکیټ او تګ د ویشلو آمریت:
نوموړی ډیپارتمنت د کروندې، د لابراتوي تجزیې، د مارکیټ د ارزونې او د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو د ثبت په برخه کې د پلټل شویو شیمرو را ټولو دنده په غاړه لري او ددې لاسته راغلو شیمرود تحلیل په پایله کې نوموړي کرنیز تخمونه تصدیق او یا هم رد یږي. د یادونې وړ ده، چې نوموړی آمریت په راتلونکې وخت کې د ثبت او تصدیقولو آمریت په نوم ونومول شي.
ددې آمریت کړنې په لاندې ډول سره تشریح کیږي.
- د تخنیکي کړنو او تولیدي شمېرنې ، د کرنیزو تخمونو د توزیع او تورید په برخو کې د شمېرو د ثبت په پار د ډیټابیس جوړول.
- د کاری جواز ورکړې په پار د کرنیزو تخمونواو تکثیري توکو د شرکتونو د اسنادو څیړنه او بررسي کول.
- په ډیټابس کې د تخمونو او نیال روزنکو شرکتونو ثبتول.
- د کرنیزو تخمونو او میوه لرونکو منل شویو نیالګیو انبارونکو ته د تصدیق پاڼو ویشل
- د تصدیق شویو کرنیزو تخمونو او میوه لرونکو نیالګیو لاټونو لپاره د لیبل برابرول او پرې نښلول.
- هر کال د ملی ډولونو په لست کې د کرنیزو تخمونو او نباتي موادو د لست خپرول
د کرنیزو تخمونو د ملي بورد دسکرتریت په توګه د ریاست دندنې:
دکرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست په خپلو علمي او تخنیکي کړنو سربیره د ملي بورډ د سکرتریت کړنې هم تره سره کوي،چې په لاندې ډول ورځینې یادونه کیږي:
- د بورډ بیړنی او نوبتی غونډو جوړول، په لیکلي ډول د بورد د پریګړې ترتیبول او اړوندو ادارو ته یې لیږل.
- د تولیدونکو، لیږونکو او کرنیزو تخمونو او نباتي توکو واردونکو لخوا د کرنیزو تخمونو ملي پالیسی او مقرراتو او همدار راز د پلې کیدونکي قانون څځه څارنه کول.
- د کرنیزو تخمونو د ملي برود د لارښوونو مطابق د کرنیزو تخمونو او نیالګیو روزونکو شرکتونو دکاري جواز تمدیدول او یا هم له منځه وړل.
- د کرنیزو تخمونو د ملی بورد د پریګړې پر آساس د کرنیزو تخمونو او د میوې لرونکو نیالګینو د تولید په پار د پلان جوړنې په برخه کې د روزنیزو ورکشاپونو جوړول.
ددې ریاست لویې لاسته راوړنې:
- د بیا رغونې او مدیریت کړلو برخه:
- د پروژو نه د کرنیزو تخمونو تصدیقولو ریاست ته د بنسټیزې پراخیتا په پار دکرنیزو تخمونو د کیفیت د کنترولولو کړنې او مدیریت لیږل شوی دی.
- په هر اړخیزه ډول د کارکوونکو، تشکیل، کاری دندو او لوایحو کې بدلون رامنځته شوی او همدا راز د سی بی آر او ملکی خدمتونو له لارې دکارکونکو ګمارنه شوې ده.
- د کرینزو تخمونو د تولیدولو خصوصي شرګتونو د هڅونې او مخکښه شرګتونو د پیژندلو په پار نوموړی شرکتونه ارزول شوي دي.
- د مرکزي لابراتوار په پار د کرنیزو تخمونو د تجزیې په نړیواله اداره (ISTA)کې غړیتوب تر لاسه شوی دی.
- د کرنیزو تخمونو د تجزیې په ټولو لابراتوارونو کې د تخمونو د روغیتا برخه رامنځ ته شوې ده.
- د لابراتوارونو دفترونو رغونه او په وسایلو سمبال شوي دي
- د تقنیني اسنادو د برابرولو برخه:
- د کرنیزو تخمونو مقرره د تخنیکي او وروستيو پړاونو په حال کې ده.
- د کرنیزو تخمونو د لابراتواري تجزيې او د کروندې د پلټنې کاری کړنلارې بشپړې شوي او د وزارت د مقام لخوا منظورې شوې دي.
- د کروندې د پلټنې کاري لارښوونې، لابراتوري تجزیه، د تخمونو صحت او کنترولونکي پلاټونو تخنیکي لړی بشپړه شوې ده.
- د تقنیني اسنادو مسودې په لاندې ډول برابرې شوې دي:
- د افغانستان د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ادارې اساسنامه او کړنلاره
- د نویو بوټو د ورایتویو(ډولونو) د ساتنې مقررې تخنیکی برخه بشپړه شوې ده او د نورو کړنو په پار د پلان او پالیسئ ریاست د تقنین ځانګې ته لیږل شوې ده.
- د کرنیزو تخمونو د تولیدي شرکتونو د ثبت کړنلارو رامنځته کیدنه او تخنیکي کړنې یې بشپړې شوې او د ملی بورد لخوا منلې شوې دي او همدا راز د پلان او پالیسئ ریاست د تقنین ځانګې ته لیږل شوي دي.
- د میوه لرونکو نیالګیو د تصدیقولو کړنلارې تخنیکي چارې بشپړې شوې دی او پلان او پالیسی ریاست د تقنین ځانګې ته لیږل شوي دي
- دکرنیزو تخمونو(غلو دانو، صنعتي بوټو، لیګیومي بوټی او سبو) د تصدیقولو لپاره معیارونه ترتیب شوي دي او دمګړی د ریاست د یوې ګډې کمیټې او د نورم سټنډرډ ملي ادارې لخوا تر ارزونې لاندې نیول شوي او د روانې میاشتې په لړ کې به ورستی شي.
- د میوه لرونکو نیالګیو لپاره تر یوې کچې پورې معیارونه ترتیب شوي دي او د ازونې په پار د نورم سټنډرډ ملي ادارې ته لیږل شوي دي.
- په مارکیټ کې د کرنیزو تخمونو د کیفیت دکنترلولو کړنلاره
- د بوټو د نویو ورایټیو د ساتنې د قانون د پلي کیدو په پار د نویو بوټو د ورایتیو د ثبتولو کړنلاره
- د تقنیني اسنادو مسودې په لاندې ډول برابرې شوې دي:
- د کیفتیت او کنترول د تصدیقولو برخه:
- د هیواد د کرنیزو تولیدي تخمونو په رسمي سیستم کې د تصدیق او تولید شوی تخمونو(شولې، جوار، پنبه او سویابینو)شامل شوي دي
- د تخنیکي کړنود پایلې په ترڅ کې ۳۶۴۳۲ متریک ټنه د غنمو مورنی، بنیادي او تصدیق شوی تخمونو تولید شوی دي.
- د سبو تخمونو د کیفیت د کنترولولو په پار ملي سروې تر سره شوې ده.
- د میوه لرونکو نیالګیو تصدیق شوي خدمتونه د افغانستان د ملي قوریه لرونکو ټولنو سره یې د د تفاهم لیک مطابق تړون شوی دی او د راتلونکي کال په ترڅ کې به یې کړنې په ټولیز ډول سره ریاست ته ولیږدول شي.
- په ټولیز ډول ۹۶۸۲ قراردادي کروندګرو ته د کرنیزو تخمونو د تولید په برخه کې لارښوونې شوې دي او د هغوی له تولیدي کړنو څخه ارزونه شوې ده.
- د ارثی سوچه والی، ناروغیو پيژندلو او د شخړو د هواري په پآر ۴۸۹۶ کنترولي پلاټونه رامنځته شوي دي.
- د انساجو د کښت له لارې د بایوتکنالوژي په لابراتوار کې ۸۰۰۰ مورنئ پایې تولید شوي دي.
- د ناروغیو د پیژندلو په پار د میوه لرونکو ملي کلکسیونونو او مورنیو قوریو څخه ۳۶۶۰ بیلګې را ټولې شوي او تحلیل او تجزیه شوې دي.
- د یو میلیون تصدیق شویو اصل نیالیګو د تولید په پار هر کال د ۶۹ مورنیو قوریو او د قوریه لرونکو ټولنو د ۱۰۰۰ دتصدیق شویو قوریو څخه په منظم ډول پلتڼه شوې ده.
- د وړتیا جوړونې په برخه کې:
- د یاد ریاست څخه په ټولیز ډول ۴۲ کارکوونکي د کاري تخصصي وړتیا لوړونې په پار هند، لبنان او پاکتسان هیوادنو ته لیږل شوي دي.
- په ټولیز ډول سره ددې ریاست ۱۲۰۹ کارکوونکو ته رزونه ورکړل شوې ده.
- په ټولیز ډول ۷۵۰ تنه د کابل، ننګرهار، هرات او بلخ پوهنتونو د کرنې پوهنځې د ورستي کال زده ګړیالانو ته د میوه لرونکو نیالګیو د ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوې ده.