کندز ته دکرنې وزارت د کرنیزو چارو د سلاکار سفر؛ د۱۳ پروژو چارې پیلېږي

user-admin
Sun, Apr 16 2023 5:15 PM
کندز ته دکرنې وزارت د کرنیزو چارو د سلاکار سفر؛ د۱۳ پروژو چارې پیلېږي


۲۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو چارو سلاکار عتیق الله مسلم د یوې پلاوي په مشرۍ کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي، دکرنې رییس او د امام صاحب او ارچه ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو له استازو او عزیزي بانک له چارواکو سره وکتل.
په دې سفر کې یاد پلاوی د امام صاحب او ارچې په ولسوالیو کې د «LKISP او کانالو» پروژو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې ښاغلی مسلم د شوراګانو له استازو سره دیادو پروژو د چارو د بیا پیل پاپار خبرې وکړې. دغه راز د غزیزي بانک له چارواکو سره د پیسو د ورکړې پر سهولتونو خبرې وشوې، ترڅو د پروژو چارې په سمه توګه پرمخ ولاړ شي. 
پنج آمو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغه پروژه ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلېږي.
د چارواکو په خبره کندز کې د ۱۳ پروژو چارې نیمګړي پادي دي، چې د وزارت د مقام د پرېکړې په اساس د نوموړو پروژو د نظارت او ارزیابۍ څخه وروسته پاتې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS