د مالدارۍ څېړنې رییس: ریش خور څېړنیز فارم شاړې ځمکې ابادېږي

mail-admin
Wed, Mar 08 2023 10:06 AM
د مالدارۍ څېړنې رییس: ریش خور څېړنیز فارم شاړې ځمکې ابادېږي

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزي په داسې حال کې، چې د حیواني نسلونو د اصلاح آمر انجنیر ذاکر الله حلیمي، د حیواني تغذیې آمر الحاج غلام دستګیر، د حیواني محصولاتو د کیفیت آمر عبدالرحیم میرزاد، د بني‌حصارڅېړنیز فارم عمومي مدیر لطف الله نېکمل او ددې فارم کارکوونکي یې ملتیا کوله د ریش خور څېړنیز فارم له شاړو او هغو ځمکو څخه چې کرکېله په کې نه کېږي لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د مالدارۍ څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزی وویل: « د بني‌حصارڅېړنیز فارم یوه ملي شتمني ده، چې اوموږ ټول باید ددې فارم د پراختیا، حفاظت او ساتنې په پار جدي پاملرنه وکړو.»
ښاغلی احمدزی دغه راز وویل، چې د یاد فارم اړوند د ټولو هغو سیمو چې شاړې دي او کرکېله په کې نه کېږي، د هوارولو چارې پیل شوي دي، چې په ترڅ کې به یې ټولې سیمې ابادې او د فارم د څارویو خوراکي توکي په له همدغو سیمو ترلاسه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS