د هلمند کرنې ریاست اړوند تفریحي پارک کې د نیالګیو ایښودلو چارې پیل شوې 

mail-admin
Wed, Feb 22 2023 10:17 AM
د هلمند کرنې ریاست اړوند تفریحي پارک کې د نیالګیو ایښودلو چارې پیل شوې 

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له خوا، د هلمند ولایت مقام په همکارۍ د یوه ګډ پلاوي په حضور کې،  هلمند سیند ته څېرمه د هلمند دکرنې ادارې مربوط تفریحي پارک کې د زینتي بوټیو کېنولو چارې  پیل شوي دي. 
د یاد تفریحي پارک ټولې هغه سیمې چې نیالګي او زینتي بوټي یې وچ او یا هم له منځه تللي دي له سره پکې نوي نیالګي او زینتي بوټي ایښودل کېږي.
سږکال د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري تر څو نوموړي تفریحي پارک کې د پام وړ نوښتونه رامنځته کړي تر څو د سیلانیانو لپاره د  یوه ارام چاپېریال زمینه برابره شي .
ددې پروسې په دوام به نوموړي تفریحي پارک کې د پسرلني ګلانو لپاره د ګلدانونو چمتو کول، د بې ګټې او هرزه وښو له منځه وړل، د پارک پیاده روونو رغول، د شنو سیمو اوبه کول  او د پارک لپاره د  نویو چمنونو کرلو چارې هم تر سره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS